ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر: سوداګري له طبابت څخه جلا کړئ

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست له لوري د روغتیايي برخې نږدې ۵۰۰ تنو متخصصانو د تخصص د فراغت مراسم ترسره شول.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یادو متخصصانو د فراغت په مراسمو کې ویلي: «سوداګري له طبابت څخه جلا کړئ.»

نوموړي د ډاکټرانو له لوري د اخلاقي اصولو پر رعایت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «زموږ د بریا راز دا دی چې د طبابت له مقدس علم څخه د سوداګرۍ په نیت کار وانه‌خلو.»

د ښاغلي جلالي په وینا، په ټول هېواد کې د ولسوالیو په کچه له ۳۱۸ روغتونونو څخه د ۱۰۰ روغتونونو د تدارکاتو بهیر بشپړ شوی او د جوړولو عملي چارې به یې ژر پیل شي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزیر له ډاکټرانو غوښتي، چې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړی چې یاد وزارت د نویو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو ته ژمن دی.

دغه‌راز د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي ویلي: «لکه څنګه چې په خپلو شخصي چارو کې هڅه او کوښښ کوئ، په ملي چارو کې هم هماغه اندازه زیار وباسئ.»

نوموړي فارغانو ته په خطاب کې زیاته کړې: «که غواړئ خپل راتلونکی بریالی ووینئ، له خپل مسلک سره ژمن پاتې شئ، خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړئ او له اخلاصه ډک ولس ته خدمت وکړئ.»

همدارنګه، د ملي ازموینو ادارې رییس مولوي عبدالباقي حقاني په یادو مراسمو کې ویلي: «د ناروغیو د مخنیوي لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي او وقایوي خدمتونه لا پراخ او پیاوړي شي.»

نوموړي زیاته کړې، د روغتیايي کارکوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

بلخوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني په دې مراسمو کې ویلي: «د شکر ځای دی چې موږ په داسې علمي او اکاډمیکه غونډه کې راټول شوي یو، هغه ځای چې علمي کادرونه د افغاني ټولنې د خدمت په موخه معرفي کېږي.»

نوموړي فارغ شویو ډاکټرانو ته په خطاب کې زیاته کړې: «خپل مسوولیتونه په بشپړ اخلاص، په غوره بڼه او ژمنتیا سره ترسره کړئ، له ناروغانو سره نېک چلند وکړئ او هم‌مهاله هغوی ته صبر او ډاډ ورکړئ.»