ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي برادر اخوند وویل، مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي.

د نوموړي په وینا، علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شوو حافظانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له دوی څخه یې هیله وکړه چې په خپل علم عمل وکړي، نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.