د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان وحشي پوځي رژیم تېره ورځ د سهار اته نیمې بجې د کندهار تختهپل سیمه کې د جبري راستنېدونکو کډوالو پر لنډ مهاله پنډغالي (انځرګي کمپ) بمبار کړی، چې درې تنه بېګناه هېوادوال پکې په شهادت رسېدلي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، دغه راز تېره وړمه شپه هم پاکستان پوځي رژیم د خپلو جنایتونو په دوام د کونړ مرکز اسعداباد اړوند د ډنډونو بیلې سیمه کې د لرې واټن وېشتونکو توپونو په بريدونو د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکی وګړي شهیدان او یو تن ټپي شوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي، همداراز تېره وړمه شپه په ناړۍ ولسوالۍ کې د غرني هاوان او توپونو د بريدونو په پايله کې د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه ځايي وګړي شهیدان او پینځه تنه ټپیان شوي دي.

