د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال سترپاسوال ملا محمد ابراهیم صدر او مل پلاوي سرپل ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر، امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري، ملکي او نظامي مسولینو، علمای کرامو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سرپل والي ښاغلي مظفر د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ، چې صداقت د اسلامي نظام یوه بنسټیزه ځانګړنه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د نظام ساتنه یوازې د ښه سلوک، له ظلم څخه د ځان ساتنې، د ولس ستونزو ته رسېدنې او شریعت ته د غاړې اېښودلو له لارې ممکنه ده.
وروسته، ملا محمد ابراهیم صدر په خپلو خبرو کې د مسوولیت اخیستل یو الهي مسوولیت وبله او د مسولینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ادارو دروازې د ولس پر مخ خلاصې وساتئ، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړئ او د قومونو تر منځ د یووالي فضا لا ښه کړئ.
ښاغلي صدر همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه د حکومت بنسټ یاد کړل او د اطاعت په اړه یې مسولینو او ولس ته اړینې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د یادې لیدنې په پای کې ستر امنیتي مرستیال د مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره په جلا جلا ناستو کې د دوی ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې.

