د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د بلوچستان په خوصدار سیمه کې د ښوونځي پر یوه بس موټر شوی برید غندلی.
نوموړي زیاته کړې، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
ښاغلي مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه په افغانستان پورې تړي، په کلکه رد کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د پېښو مسولیت پر افغانستان وانه چوي.
د مولوي ذبیحالله مجاهد په وینا، اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال کړي.
پرون چهارشنبه د بلوچستان په خوصدار سیمه کې د زدهکوونکو پر یوه بس چاودنه شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.