ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران تېره شپه یو ځل بیا په اشغال شویو سیمو پراخ توغندیز بریدونه کړي

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دې هېواد تېره شپه یو ځل بیا پر اسرائیلي رژیم د توغندیزو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

اسرائیلي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د ایران یو شمېر توغندي په تل‌ابیب کې لګېدلي او تر څنګ یې په نورو اشغال شویو سیمو کې هم د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د صهیونیستي رژیم چارواکو ویلي، چې لا هم په اشغال شویو سیمو کې د خطر زنګونه فعال دي.

په دې توغندیزو بریدونو کې د تلفاتو په تړاو تر دې مهاله راپور نه دی ورکړل شوی، ځکه چې صهیونیستي رژیم نړیوالې رسنۍ او ټولنیزې پاڼې سانسور کړې دي.

د ایران د بریدونو له امله په اسرائیلو کې وضعیت لا پسې خراب شوی او یو شمېر هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي، چې له اسرائیلو ووځي او یا هم له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې اسرائیلو ته دې له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د دې تر څنګ په اسرائیلو کې د امریکا سفارت هم تړل شوی دی.

په اشغالي فلسطین کې د امریکا سفیر مایک هاکبي پرون دوشنبه ویلي، چې په اسرائیلو کې د نامناسب وضعیت له امله به د امریکا سفارت او قونسلي خدمتونه په رسمي ډول تړلي وي.

د یادونې وړ ده، چې یاد سفارت په یوه توغندیز برید کې زیانمن شوی و.

سربېره پر دې د چین سفارت هم په اسرائیلو کې له خپلو وګړو غوښتي، چې ژر تر ژره دې ووځي.

یاد سفارت ویلي، په اسرائیلو کې د چین ماموریت له چینايي وګړو غواړي، چې ژر تر ژره دې په داسې ډول چې شخصي امنیت یې تضمین وي، د اردن په لور وغوځېږي او له ځمکنۍ لارې دې ووځي.