ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اذربایجان د یوې الوتکې لوېدل؛ بهرنیو چارو وزارت د یاد هېواد حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د قزاقستان په اکټاو سیمه کې د اذربایجان د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله لسګونه مسافرو ژوند بایللی او یو شمېر یې ټپیان دي.”

بهرنیو چارو وزارت په یاده اعلامیه کې د دې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اذربایجان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ شفا غوښتنه کړې ده.

پرون چهار شنبه یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۷۰ کسان پکې سپاره وو، د قزاقستان په اکټاو کې لوېدلې ده.

قزاقستاني چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې ۳۸ کسان وژل شوي او پاتې نور ژوندي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا الوتکه د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه د روسیې ګروزني ښار ته روانه وه، چې د خرابې هوا له امله یې لوری بدل شو.