د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج پروسې د څارنې، ارزونې او د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د حج وزیرانو په ستر کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي؛ چې په دغه سفر کې به ښاغلي ثاقب د افغانستان د حج بعثې د کاري کمېټو فعالیتونه له نږدې وڅاري، د حاجیانو د استوګنځایونو، خوړو، ترانسپورټ، روغتیايي خدمتونو او د مناسکو د لارښود د بهیر ارزونه به ترسره کړي، ترڅو د حاجیانو لپاره خدمات لا اغېزمن، منظم او باکیفیته شي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ټول ۳۰ زره افغان حاجیان د حج د ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته رسېدلي دي.
په مکه معظمه او مدینه منوره کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکي، کاري ډلې او ټاکل شوې کمېټې شپه ورځ هڅه کوي، چې زرګونو افغان حاجیانو ته مناسب خدمتونه وړاندې کړي.
دغه راز شیخ نورمحمد ثاقب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او نورو د حج اړوندو ادارو او شرکتونو له مسولینو سره رسمي ناستې ولري.
د دې وزارت په وینا؛ دا لیدنې د دې لپاره ترسره کېږي، چې د افغان حاجیانو د خدمتونو بهیر لا چټک، اسانه او همغږی شي او د راتلونکو حج کلونو لپاره لا بنسټیزه همغږي رامنځته شي.
د دې سفر یوه بله مهمه برخه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په ستر کنفرانس کې ګډون کول دي، چې په دغه کنفرانس کې به د حج پروسې د ښه تنظیم، د هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکولو او د حاجیانو د خدماتو د همغږۍ په موضاعاتو بحثونه وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ژمن دی، چې د ګټور مدیریت، فعال نظارت او منظم پلان له لارې افغان حاجیانو ته داسې زمینه برابره کړي، چې هغوی خپل مناسک په ارامه او مطمینه فضا کې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي ثاقب دغه سفر د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا حج پروسې ته د ځانګړې پاملرنې روښانه نښه ده، چې موخه یې د افغان حاجیانو لپاره د غوره خدمتونو برابرول دي .