ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي تاجکستان ته سفر وکړ

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه جوړې شوې ناستې کې د ګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړ.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه جوړه شوې ناسته د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړه شوې ده، چې د دې پروژې په اړه به هر اړخیزې خبرې پکې وشي.

کاسا ۱۰۰۰ ، له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده، چې د افغانستان له لارې تېریږي.

په دې ناسته کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

همدارنګه د ناستې پای کې به ګډونوال په تېره د کاسا غړو هېوادونو استازي په سنګتوده سیمه کې له کنورټر سټیشن څخه لېدنه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت ژمن دی چی د نړیوال بانک په مالي ملاتړ دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري، تر څو د کاسا غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.