ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصاد سرپرست وزیر له ملګرو ملتونو د بندیزونو د لرې کېدو او د هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون غوښتنه کړې

د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي استازي فریدون سینیر لی اوغلو او مل پلاوي سره لیدلي.

د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو او مل پلاوي سره په لیدنه کې د بندیزونو او تعذیراتو دوام او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د پانګې کنګل کېدل د اقتصادي ننګونو لامل بللی او د ملګرو ملتونو له لوري یې د بندیزونو د لیرې کېدو او د هېواد د کنګل شوې شتمني د خلاصون غوښتنه یې کړې ده. په دې لیدنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د پراختیايي پروګرامونو د تمرکز په اړه بحث او خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هرکلي ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو دوه اړخيزه همکاري يې د شته اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره اساسي حل لاره وګڼله. د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د اقتصاد وزارت مشرتابه ته د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د بشري مرستو د دوام او د خبرو او تفاهم د ملاتړ ژمنه وکړه.