الحمد لله الذي جعل الجهاد سبيلا لدحر الطغاة والبغاة والخوارج والمعتدين, والاعداد والرباط طريقا للعزة والغلبة والتمكين, والصلاة والسلام على المبلغ الأمين, بلغ الرسالة وأدى الأمانة وجاهد في الله حق جهاده حتى أتاه اليقين, وعلى آله وأصحابه رجال العلم والتدبير والتوكل واليقين, وبعد!
وعن أنس رضي الله عنه قال: كانَ رَسولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ، وأَجْوَدَ النَّاسِ، وأَشْجَعَ النَّاسِ، قالَ: وقدْ فَزِعَ أَهْلُ المَدِينَةِ لَيْلَةً سَمِعُوا صَوْتًا، قالَ: فَتَلَقَّاهُمُ النبيُّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ علَى فَرَسٍ لأبِي طَلْحَةَ عُرْيٍ، وهو مُتَقَلِّدٌ سَيْفَهُ، فَقالَ: لَمْ تُرَاعُوا، لَمْ تُرَاعُوا, ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: وجدته بحرا” يعني الفرس. رواه البخاري.
ألحمدلله، د اسلامي متمرکز نظام د حاکمیت د سپېڅلي اسلامي شریعت د پلي کېدو او د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مدبرانه قیادت او د خپل رعیت امنیت، سوکالۍ او هوساینې ته د عالي ځانګړې پاملرنې او پر دوی باندې د ترحم او شفقت په برکت افغانستان له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوی.
د ناامنۍ ټول عوامل له منځه تللي، د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د هېوادوالو د سوکالۍ او ښېرازۍ په موخه د کار لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شوی.
شریعت واکمن دی، د افغانستان د ټولو وګړو او په افغانستان کې د ټولو هغو حقیقي او معنوي اشخاصو حقوق او د دوی مادي او معنوي پانګې ساتل شوي دي، کوم چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، یا یې سرمایه ګذارۍ کړې یا د سیل او سیاحت، علمي، تحقیقاتي، خبري پوښښ او نورو مقاصدو په خاطر افغانستان ته راځي.
د دې لپاره چې لا زیات اطمینان رامنځته شي، غواړو د افغانستان د اسلامي امارت د ملي امنیت د سیاست او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان د رښتوني امنیتي وضعیت په هکله لنډ توضیحات ولرو:
د نورو په چارو کې نه مداخله، هېچاته د نورو پر ضد د تعدا لپاره د خپلې خاورې د استعمال اجازه نه ورکول.
د پایدار امنیت او ثبات لپاره د اقتصاد محوره سیاست او د سیمه ایز اتصال پیاوړتیا، ناپېیلتوب، په داخلي کچه د اسلامي شریعت د لارښوونو په چوکاټ کې د انسانیت د تخلیق مقاصدو او د الله په ځمکه کې د انسان وظایفو ته په کتو د ټولو وګړو د حقوقو ورکړه او د بشپړ عدالت ټینګښت او عمومي بښنې ته پخه ژمنتیا د افغانستان د اسلامي امارت د ملي امنیتي د سیاست له بنسټیزو بندونو څخه دي.
د ملي امنیتي سیاست په برکت، افغانستان له ډاډمن امنیت او ثبات څخه برخمن دی.
متأسفانه، ځینې لوري له خپل عادت سره سم د خپلو شومو اهدافو د تحقق لپاره بیا هم هڅه کوي، چې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته تشویش رامنځته کړي.
د دوی د دې شومو هڅو اغېزه او نښې په هغو راپورونو کې له ورایه ښکاري، چې د ملل متحد امنیت شورا او نورو مهمو نړیوالو سازمانونو ته وړاندې کېږي.
نور باید سیمه او نړۍ د دې لورو په شیطاني هڅو تېر نه وزي او مستقیما د افغانستان د اسلامي امارت له اړونده ارګانونو سره د ټینګ تماس له لارې له حقایقو څخه ځان باخبره وساتي.
د خپل ایماني مسولیت له مخې د اسلامي امارت د اغېزمنې مبارزې په پایله کې د ساعي بالفساد یا فتنې او شر اچونې پروژه چې د اسلام، جهاد او اسلامي او جهادي حرکتونو د بدنامۍ لپاره طرحه شوې او په لاره اچول شوې وه، په افغانستان کې په تېرو دریو کلونو کې په بشپړه توګه ځپل شوې.
زیات قومندانان، د دوی د مهمو څانګو مشران، د مهمو بریدونو طراحان او پلي کوونکي او سلګونه افراد یې یا وژل شوي یا نیول شوي، چې په نیول شوو او وژل شوو کې زیات شمېر بهرنیان هم شامل دي.
د دې پروژې یو شمېر مشران او وګړي چې له ځپل کېدو وروسته د افغانستان ګاونډ ته وتښتېدل، د ځینو جهتونو په اغماض، تسامح او غیرمستقیمه هڅونه یې بېرته د انسجام چارې پیل شوې، په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې ځای ورکول شو، د روزنې کمپونه ورته جوړ شول، د مالي بسپنې راټولونې لپاره یې تسهیلات لاسته راوړل، د پروپاګند او د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه د افرادو د جلب او جذب زمینه ورته مساعده شوه او همدا اوس موږ داسې باوري اطلاعات په لاس کې لرو چې د کراچۍ او اسلام آباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو آسیايي او اروپايي هېوادونو څخه خپل نوي جذب شوي افراد را انتقالوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دې افرادو څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.
د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ د دې شومې او فتنه اچووونکې پروژې د تخریبي کړنو یو مهم هدف افغانستان وو او دی او د دوی په توسط د دوی تر شا جهتونه غواړي په افغانستان کې سرتاسري ټینګ شوی امنیت او ثبات وننګوي، په خلکو کې وېره او ډار خپور کړي او په افغانستان کې د اسلامي شریعت د تطبیق او د رعیت د سوکالۍ لپاره د شرعي نظام د پرمختیایي اقتصادي چارو او د داخلي او خارجي سوداګرو او شرکتونو د سرمایه ګذارۍ مخه ونیسي؛ او د ځمکې پرمخ د سپېڅلي جهاد او مبارزې په نتیجه کې یو ټینګ شوی شرعي نظام پاتې راولي.
د ډېرو زیاتو هڅو سره سره دوی په دې ونه توانېدل، چې په افغانستان کې خپلو شومو مقاصدو ته ورسېږي او تر ډېره حده په تېرو دوولسو میاشتو کې د دوی د بریدونو مخه ونیول شوه.
کوم محدود بریدونه چې دوی ترسره کړي، زیاتره عاملان یې یا نیول شوي، یا وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا بریدونه ټول له افغانستان څخه بهر طرحه شوي وو او د بریدونو عاملان له مختلفو پوښښونو څخه په استفادې له بهر نه افغانستان ته راغلي او دا بریدونه یې ترسره کړي.
بیا هم ترسره شوي بریدونه له خارجي اتباعو په ځانګړې توګه د تاجکستان او پاکستان هېواد له اتباعو څخه په استفادې سرته رسېدلي دي.
همدا راز ځینې شریر عناصر چې زیاتره یې مجرم فراریان دي او په افغانستان کې په ګڼو جنایتونو کې ښکېل دي، په اصطلاح د نړۍ د ځينو پرمختللیو هېوادونو له پلازمېنو څخه په افغانستان کې د امنیت د اخلال هڅه کوي.
د دوی زیاتره بریدونه د سرکونو د غاړو په ګلدانونو ترسره کېږي.
د دې شریرو عناصرو یا شر او فساد حضور بیا هم په مجازي نړۍ کې دی، د افغانستان په هیڅ برخه کې د پښې کوم ځای نلري.
په مجازي نړۍ کې هم د عامه ذهنیت د مغشوشولو په موخه یوازې افواهات او آوازې خپروي، تر دې زیات نه کوم فعالیت لري او نه د افغانستان په خلکو کې کوم وجاهت او رېښې لري.
دوی افغانانو ته امتحان ورکړی مګر بیا هم د دوی لپاره زموږ غېږ خلاصه ده، کولی شي چې له عمومي بښنې څخه استفاده وکړي، افغانستان ته راشي او پخپل هېواد کې په سوله او امنیت کې ژوند ترسره کړي.
سربېره پر دې، د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ارګانونه په مختلفو امنیتي مجالونو کې ګڼې نورې لاسته راوړنې هم لري:
په افغانستان کې جنایي جرایم؛ لکه: سړي تښتونې، د مسلحو او غیر مسلحو غلاوو، انساني قاچاق، د وسلو، قېمتي کاڼو، تاریخي آثارو قاچاق، د اقتصادي او خدماتي تخریب، عقیدوي او فکري تخریب په برخو کې هم د اسلامي امارت دفاعي، امنیتي او استخباراتي ارګانونه زیاتې لاسته راوړنې لري او د یادو ټولو جرایمو په برخه کې د تېر کال په نسبت ډېر زیات کموالی راغلی.
د سړي تښتوونکو شبکې له ماتېدو وروسته تر وروستي بریده تعقیب شوې او بېرته انسجام ته نه دي پرېښودل شوې.
اختطاف نږدې صفر درجې ته رسېدلی او د یادو نورو جرایمو فیصدي هم د تېر کال په نسبت ډېره راښکته شوې او پر ضد یې اغېزمنه مبارزه روانه ده.
هېوادوال او ملي سوداګر دې ډاډه اوسي.
د مخدره موادو د کښت، قاچاق او تولید د مخنیوي په برخه کې هم د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تطبیق په دوام په ۲۰۲۴ کال کې هم د ۲۰۲۳ کال په نسبت امنیتي ارګانونه زیاتې لاسته راوړنې لري.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۰ کیلوګرامه د بست دوا چې د مخدره توکو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي، ۷۲ زره او ۴۷۹ ګرامه چرس، ۲۹۷ زره او ۴۳۸ ګرامه تریاک، شپږ زره او ۷۶۳ ګرامه هیرویین، ۴۹ زره او ۹۱۷ ګرامه شیشه، ۲۰۰ ګرامه کرستال، ۱۲ زره او ۴۹۰ قرص تابلیت K، ۷۸۴ لیتره شراب د کشفي منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
موږ پرته له دې چې له نړۍ څخه امتیاز پرې واخلو، د خپل ایماني مسولیت له مخې په ډېره صادقانه توګه د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد مبارزه کړې؛ ولې، متأسفانه بیا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته هغه کیمیاوي مواد تر ډول ډول پوښونو لاندې را صادرېږي، له کومو څخه د چې د مخدره موادو په پروسس او جوړولو کې استفاده کېږي.
همدغه راز د بلوچستان په ارنايي، لورلايي، ګلستان او ګڼو نورو سیمو کې په زیاته پیمانه کوکنار کرل شوي، هلته له میشتو افغان کډوالو څخه یې د کښتګرو، نیښ وهونکو او پروسس کونکو په توګه کار اخیستل کیږي، چې ممکن بیا یې نړۍ ته د افغانانو په نوم تصویر وښودل شي او نړۍ په افغانستان بدګمانه کړل شي.
همدا ډول یې افغانستان ته د قاچاق هڅه هم کېږي او غواړي په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد د اسلامي امارت مبارزه داغداره او تر سوال لاندې یې راولي.
موږ د نړۍ له ټولو اغېزمنو هېوادونو څخه غواړو، چې دا حقیقت درک کړي او د افغانستان په هغو ګاونډیانو چې له لارې یې افغانستان ته هغه کیمیاوي مواد را قاچاق کېږي چې د مخدره موادو په پروسس کې ترې استفاده کېږي او یا یې په خاورو کې کوکنار کرل کېږي او افغانستان ته یې نسبت کیږي او یا یې د قاچاق هڅه کېږي، په دوی فشار راوړي چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې خپل مسولیتونه درک او ادا کړي او د سیاسي وسیلې په توګه استفاده ترې ونکړي.
د دې لپاره چې افغانستان ته د شریرو عناصرو، د مخدره موادو او په مخدره موادو کې د کارېدونکو کیمیاوي موادو، انساني قاچاق او د تاریخي آثارو او قیمتي ډبرو او د قاچاق د نورو مواردو مخه ونیول شي او د ټولو امنیتي ننګونو پر ضد اغېزمنه مبارزه ترسره شي، اسلامي امارت په خپلو رسمي پولو او فرضي کرښه کې د خپل توان په حدودو کې د پوستو، د څار د برجونو، قرارګاوو او نورو استحکاماتو جوړولو ته ځانګړې توجه کړې او په دې برخه کې زیات کار شوی.
د دې لپاره چې نظامي ځواکونه خپل سپېڅلي وظایف چې د ګران هېواد د پولو ساتنه، د طبیعي پېښو پر مهال د ژغورنې د چارو سرته رسول او د امنیتي ځواکونو حمایه ده، په ښه او مسلکي توګه سرته ورسوي، په لیکو کې یې لوړ ډسپلین رامنځته او د نظامي تعلیماتو کچه یې لوړه شي، په تېرو دوولسو میاشتو کې، د لنډې، منځنۍ او اوږدې مودې لسګونه برنامې طرحه او تطبیق یې پیل شوی او ګڼو نوو تعلیماتي مراکزو په کار پیل کړی.
همدغه راز د دې لپاره چې امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګولو، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې، په رسمي بنادرو او هوایي میدانونو کې په ښه توګه د وظایفو د سرته رسولو او د حکومتي او دولتي تأسیساتو او اشخاصو په ساتنه کې خپل مسولیت په ښه توګه سرته ورسوي، د امنیتي خواکونو د روزنې لسګونه برنامې په تېر کال کې عملي شوې دي او د ظرفیت لوړونې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.
همداراز د امنیتي چارو د عصريتوب، له نوو علمي پرمختیاوو او ټېکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې هم زیاتې لاسته راوړنې لرو.
د الهي او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د معروف د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او له شرعي پلوه د اجتماعي اصلاحاتو په برخه کې هم د اسلامي امارت د مبلغانو او محتسبینو تشکیلات ښې لاسته راوړنې لري او د مبلغانو او محتسبینو د روزنې او ظرفیت لوړونې لسګونه برنامې په تېرو دوولسو میاشتو کې تطبیق شوې دي.
همدغه راز د فرامینو، حکمونو د تعقیب او نظارت او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ځانګړو تشکیلات په دې توانېدلي چې د غیرقانوني ګرفتاریو، په غیرقانوني توګه په توقیف کې د متهمینو د ساتلو، د جسماني او روحي هر ډول شکنجې مخه د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له فرمان سره سم په بشپړه توګه ونیسي.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې یاد موارد صفر ته را رسېدلي او په ډېر ندرت که چېرته تخطي رامنځته شوې، تخطي کوونکي ځانګړو نظامي محاکمو ته سپارل شوي او د خپل عمل په سزا رسېدلي.
همدغه راز، له امنیتي او دفاعي لیکو څخه د نامطلوبو او مفسدو اشخاصو د تثبیت او اخراج په برخه کې هم امنیتي او تصفیوي کمېسیون او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ځانګړي تشکیلات زیاتې لاسته راوړنې لري او په تېرو ۱۲ میاشتو کې ګڼ شمېر نامطلوب او مفسد اشخاص چې د ګرانو هېوادوالو په ځورولو یا بېلابېلو جرایمو کې ښکېل وو، تثبیت او له صف څخه ایستل شوي.
تاسې ته بهتره معلومه ده، چې په تېر کال کې هېواد ډېرو طبیعي پېښو وځپه او هېوادوالو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه ورسېدل.
د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې هرې پېښې ته په وخت ځان رسولی او د خلکو د نجات لپاره یې په ښه او مسلکي توګه کار کړی،د لوی الله په نصرت یې د ډېرو هېوادوالو ژوند ژغورلی.
همدغه راز یې له خپلو معاشاتو څخه هم له متضرره خلکو سره لسګونه ملیونه افغانۍ کومک کړی دی، چې بېلګه یې په بدخشان، تخار، غور او بغلان ولایتونو کې د سېلاب ځپلو د ژغورنې عملیات او له دوی سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مجاهدینو له خپلو معاشاتو څخه لسګونه ملیونه مالي مرستې دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې اسلام او د اسلامي شریعت تطبیق تر هر څه ورته لومړیتوب لري، د اسلامي شریعت د تطبیق او په مجرمینو باندې د حدودو او تعزیراتو د اجراء برخې ته زیاته توجه کړې.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په کچه لکونه قضایاوې ابتداییه محاکمو ته او لسګونه زره قضایاوې مرافعه محاکمو او د تمیز ریاستونو ته رسېدلي دي.
په ابتداییه محاکمو کې له ۷۵ سلنې څخه زیاتو قضایاوو ته او په مرافعه محاکمو او تمیز ریاستونو کې له ۹۰ سلنه څخه زیاتو قضایاوو ته رسېدنه شوې ده او پاتې یې تر کار لاندې دي.
په دې قضایاوو کې زرګونه قضایاوې د ښځو د مالکیت، میراث او نورو حقوقو اړوند قضایاوې دي چې له ۹۰ سلنه څخه یې زیاتو قضایاوو ته په خپل وخت رسیدګي ترسره شوې ده.
سربېره پر دې، په سلګونو مجرمینو باندې تعزیري سزاګانې او په ځینو باندې یې حدود تطبیق شوي دي.
موږ یو ځل بیا خپل ټول مسلمان ولس او د اسلامي امارت مجاهدینو ته اطمینان ورکوو، چې اسلامي امارت به په هر مجال کې خپلې ټولې چارې د سپېڅلي اسلامي شریعت د لارښوونو اړوند تنظیم او سرته رسوي.
پخپله دوستۍ او دښمنۍ کې به د اسلامي شریعت لارښوونې په نظر کې نیسي، اسلامي دعوت او د دیني مراکزو پالنې او ودې ته به ځانګړې توجه کوي، له نامطلوبو او مفسدو اشخاصو څخه به خپلې لیکې پاکې ساتي، د هر مظلوم مسلمان او هر مظلوم انسان په حق کې به خپل غږ پورته کوي او د خپلې سپېڅلې مبارزې د ارمانونو د تحقق په لار کې به له هیڅ ډول سرښندنې او قربانۍ څخه درېغ نه کوي.
له موقع څخه په استفادې مونږ له ټولو هغو مجاهدینو څخه چې د ګران هېواد د دفاع او امنیت په لاره کې تکلیفونه او زحمتونه ګالي او هر ډول قربانۍ ته چمتو او آماده دي، ډېره زیاته مننه کوو. جزاکم الله خیر الجزاء.
الله تعالی دې ستاسې څخه ټولې ستړیاوې او خدمتونه په خپل دربار کې قبول وګرځوي او الله تعالی دې یې د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ سبب درته وګرځوي.
تاسې زموږ ویاړ او افتخار یاست او موږ ستاسې د احسان پورړوي یو.
کله به هم د اسلامي نظام په راوستلو او د اسلامي نظام په استحکام، بقا او هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت په ټینګښت کې ستاسې ستړیاوې، خدمتونه او سرښندنې هېرې نه کړو او ان شاءالله دا به د افغانستان په راتلونکي تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل کېږي او راتلونکو نسلونو ته به یو ویاړ او افتخار وي.
وما ذالک علی الله بعزیز