ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران سفیر مولوي عبدالکبیر ته د تهران د سفر بلنه ورکړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د ایران له نوي سفیر علي رضا بیګدلي سره تعارفي لیدنه  کړې.

په دې لیدنه کې د ایران سفیر رضا بیګدلي د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک پاڼو ته په اشارې زیاته کړې، چې دوی له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي.

همدارنګه علي رضا بیګدلي د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړې، چې په مناسب وخت کې تهران ته سفر وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، علي رضا بېګدلي ته د نوې دندې مبارکي ویلې او هیله یې وښودلې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي اړیکو او مشترکاتو ته په کتو، دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي او همکارۍ پراخې شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پراختیا غوښتونکی دی اوغوښتنه یې کړې، چې ایراني پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دی.

مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له ایران څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې افغان کډوالو ته دې اړین سهولتونه برابر او له هغوی سره دې له نرمۍ کار واخیستل شي او د افغان کدوالو د اجباري ویستلو څخه دې ډډه وشي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، په افغانستان کې هغه عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.

 مولوي عبدالکبیر ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د مخدره موادو کښت او قاچاق پای ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د حق ابې مسله په هوکړې سره حل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې برخه کې غیرمسولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کولی شي.