ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې او ایران د ولسمشرانو ټلیفوني خبرې؛ پوتین پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ ولادیمیر پوتین پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

پوتین ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د دواړو خواو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

د ایران ولسمشر هم پر دې هېواد د اسرائیلو بریدونه له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دې تېري ته به مناسب ځواب ورکړي.

صهیونیستي رژیم پرون سهار د ایران پر بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول پلازمېنه تهران بریدونه پيل کړي.

په دې بریدونو کې ۷۸ کسانو ژوند بایللی او ۳۲۰ نور ټپيان دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې د پوځي چارواکو په ګډون ۷۸ کسانو ژوند بایللی او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي ایرواني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې زیاته کړې: «امریکا دغو جنایتونو ته زمینه برابره کړې وه».

دا بریدونه د افغانستان اسلامي امارت په شمول ګڼو هېوادونو غندلي دي.

اسلامي امارت یاد بریدونه د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

په مقابل کې ایران هم پر اسرائیلي رژیم توغندیز بریدونه پیل کړي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د اسرائیلو اټومي څېړنیز مرکز په نښه شوی دی.

ویل کېږي، چې په اسرائیلو کې ۴۰ کسان ټپیان او یو بل وژل شوی دی.