په ډيره خواشینۍ سره خبر شوو چې د هېواد پياوړی ديني عالم شیخ القرآن و الحدیث مولوي جلیل الله مولوي زاده وفات شوی.
انا لله و انا الیه راجعون!
جناب مولوي جلیل الله مولوي زاده د هېواد علمي برخې ته ستر خدمتونه کړي او وفات یې یوه لویه علمي تشه رامنځته کړه.
اسلامي امارت د مرحوم مولوي زاده صاحب وفات یوه لویه ضایعه بولي، نوموړي ته د مغفرت او جنة الفردوس دعا کوي، کورنۍ، خپلوانو، شاګردانو او ټولو متعلقینو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۸/۶/۱۴۴۶هـ ق
۱۹/۱۰/۱۴۰۳هـ ش ــ 2025/1/8 م