ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د اذربایجان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادو د مقاماتو ترمنځ د ترسره شویو ژمنو د عملي کولو، د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي، په اذربایجان او افغانستان کې د دواړو هېوادو د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه له اذربایجاني پانګوالو او سوداګرو سره د معلوماتو شریکولو او د لاجوردو د لارې د فعاله ساتلو په اړه خبرې شوې دي.

 د دې لیدنې په پای کې د دواړو هېوادو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم د زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادو ترمنځ د صادراتي توکیو د لیست پر شریکولو، په اذربایجان کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون پر جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ او ارتباط په موخه د څلور کسیز ټیم پر معرفۍ هوکړه شوې.