ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نتانیاهو کابینه د ړنګېدو په درشل کې؛ دوو لوړ پوړو چارواکو یې استعفا کړې

د صهیونیستي رژیم د پوځ مشر هرتزي هالوي او غزه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو مشر یارون فینکلمن له خپلو دندو استعفا کړې.

هرتز هالوي د خپلې استعفا دلیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس د برید پر وړاندې “لویه ماته” او د دې برید د مخنیوي په برخه کې د اسرائیلي پوځ ناکامي بللې ده.

نوموړي ویلي، چې د مارچ پر شپږمه به وروسته له هغه خپله دنده پرېږدي، چې د اکتوبر ۷مې د برید په تړاو پلټنې بشپړې شي.

د دې دوو لوړپوړو نظامي چارواکو له استعفا وروسته د نتانیاهو مخالفینو له نوموړي غوښتي، چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

له دې وړاندې غزه کې د اوربند د هوکړې له پلې کېدو سره سم د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر په ګډون د صهیونیستي رژیم د کابینې دوو نورو وزیرانو هم استعفا کړې وه.

د جنوري پر ۱۹مه د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د درېیو خوشي کېدونکو اسرائیلي بندیانو د نومونو له خپرولو سره سم غزه تړانګه کې اوربند پیل شو.