ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله پیغام!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبةﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللّٰہَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ﷲ أکبر ﷲ أکبر، لا إله إلا ﷲ وﷲ أکبر، ﷲ أکبر ولله الحمد

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بﷲ من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

اما بعد: فقد قال ﷲ تبارک وتعالی:

ــــ قُلۡ اِنَّ صَلَاتِیۡ وَ نُسُکِیۡ وَ مَحۡیَایَ وَ مَمَاتِیۡ لِلّٰہِ رَبِّ الۡعٰلَمِیۡنَ ﴿۱۶۲﴾ۙ [سورة الأنعام]

ترجمه: ووايه (ای محمده) دوی ته بېشکه لمونځ زما او قرباني زما او (طاعتونه) د ژوندون زما او مرګ زما (پر صالح عمل) خاص ﷲ لره دی، چې رب (پالونکی ) د ټولو عالمیانو (د جهان )دی.[تفسیرکابلی]

ــ وَ اَتِمُّوا الۡحَجَّ وَ الۡعُمۡرَۃَ لِلّٰہِ ؕ… وَ اتَّقُوا اللّٰہَ وَ اعۡلَمُوۡۤا اَنَّ اللّٰہَ شَدِیۡدُ الۡعِقَابِ ﴿۱۹۶﴾ [سُورَةُ البَقَرَة]

ترجمه: او پوره اداکړئ حج او عمره خاص ﷲ جل جلاله لره …. او وېرېږئ له ﷲ جل جلاله څخه او پوه شئ چې بېشکه ﷲ جل جلاله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی. [تفسیر کابلی]

ــ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی ﷲ تعالی عنه قَالَ: ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ -صلى ﷲ عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وسَمّى وَكَبّرُ قال: رَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ بسم ﷲ وﷲ اکبر، متفق عليه.

ترجمه: له حضرت انس رضیﷲ تعالی عنه څخه روایت دی، چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د دوو ښکرونو والا پسونو (چې د هغه ښکرونه اوږده وو يا دا چې ښکرونه يې مات نه وو) او کمر (برګ يعنی د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه. رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم بسم ﷲ، ﷲ اکبر ويلو سره پخپل لاس (مبارک) سره هغه ذبح کړل، حضرت انس رضی ﷲ عنه فرمايي، چې ما وليدل چې رسول ﷲ -صلی ﷲ علیه وسلم- د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه (مبارکه) اېښې وه او بسم ﷲ، ﷲ اکبر يې ويل. [بخاري او مسلم]

خلاصه دا چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم په دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې په خپل لاس ذبح کړل، بسم ﷲ يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.

ــ عَنْ عَائِشَةَ رضی ﷲ تعالی عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى ﷲ عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» [مشکوة المصابیح]

ترجمه: بي بي عایشه رضی ﷲ تعالی عنها فرمایي: چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم وفرمایل: د ابن ادم د نحر (د قرباني کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چې د ﷲ جل جلاله په نزد د وينې بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي او (د قربانۍ) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو، نوکونو (ښنګريو) سره راشي او د قربانۍ وينه مخکې د دې څخه، چې په ځمکه تویې شي (يعنی د ذبح کولو د ارادې په وخت) په بارګاه الهي کې قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعنی قربانۍ کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ.

خپلو ټولو مؤمنو مجاهدو افغانانو او مسلمانانو وروڼو ته!

السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!

و بعد: تاسو ټولو ته د هر څه له مخه د لوی اختر مبارکي وایم، ﷲ تعالی مو عبادتونه، قربانۍ، حجونه، خیراتونه او نور نېک عملونه قبول کړه.

دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې په داسې حال کې نمانځو چې د شرعي نظام او سراسري امن څخه د ﷲ تعالی په نصرت، د اسلامي امارت، د شهیدانو او معلولینو د قربانیو او د مسلمانانو د دعاوو په سبب برخمن یوو، نو پکار ده چې ټول د ﷲ تعالی شکر اداء کړو.

محترمو وروڼو! اوس زموږ او ستاسو مشترک مسولیت جوړېږي، چې د موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو، د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړو، خپل اتفاق او اتحاد لا نور تقویه کړو او هر مسول خپل مسئولیت ته متوجه شي، غفلت ونه کړي، خپل وظایف پر خپل وخت سر ته ورسوي، یو د بل سره همغږي وکړي، یو د بل په کارونو کې مداخله ونه کړي او پوره کوښښ وکړي، چې شریعت اول پر خپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړي.

– علماء کرام زموږ په ټولنه کې تر ټولو ستر مسئولیت لري، ﷲ تعالی د دوی په حق کې فرمايلي دي: وَ اِذۡ اَخَذَ اللّٰہُ مِیۡثَاقَ الَّذِیۡنَ اُوۡتُوا الۡکِتٰبَ لَتُبَیِّنُنَّہٗ لِلنَّاسِ وَ لَا تَکۡتُمُوۡنَہٗ ۫ فَنَبَذُوۡہُ وَرَآءَ ظُہُوۡرِہِمۡ وَ اشۡتَرَوۡا بِہٖ ثَمَنًا قَلِیۡلًا ؕ فَبِئۡسَ مَا یَشۡتَرُوۡنَ ﴿۱۸۷﴾ [سورة ال عمران]

ترجمه: او (یاد کړه) هغه وخت چې واخیست ﷲ عهد محکم له هغو کسانو ځینې چې ورکړی شوی دی دوی ته کتاب چې خامخا به بیانوئ تاسې هرومرو (خامخا) دا (کتاب) خلقو ته او نه به يې پټوئ تاسې، نو وغورځاوه دوی دا (کتاب) وروسته له شاوو خپلو او وايې خیست په (عوض د) دې (کتاب) قیمت لږ نو بد اخیستل د دوی (دغه اخیستل) دي، (یا نو څومره بد دی) هغه شی چې دوی يې پیري (اخلي).

تفسیر: یعنی د اهل الکتاب له علماوو ځینې عهد اخیستی شوی و هغه احکام او بشارتونه، چې په کتاب ﷲ کې دي ښايې هغه په خورا ښه ډول نورو خلګو ته ور وښيئ او هېڅ یوه خبره مه ترې پټوئ او مه اړول راړول پکښې کوئ او مه يې معناګانې بدلوئ، مګر دوی هېڅ زموږ د دې امرونو پروا ونه کړه او د لږې ګټې له امله يې هغه ټول عهدونه اوپیمانونه مات او شرعي حکمونه يې بدل او د ﷲ تعالی په آیتونو کښې يې لفظي اومعنوي تحریفات وکړل. د هغه شي ښکارول چې ډير زیات ضروري و یعنی د نبي کریم صلی ﷲ علیه وسلم بشارت يې بیخي پټ کړ هغو مره چې دوی د مال په صرفولو کښې بخل کوي، د علم په ښودلو کښې هم له بخل ځینې کار اخلي، د دې بخیلي منشاء هم د مال اوجاه او د دنیوي متاع له مینې ځینې پرته بل شی نه و. دلته يې ضمنا زموږ د اسلام علماوو ته هم تنبیه فرمایله، چې تاسې د دنیا په مینه کې اخته شوی، هسې مه کوئ ( بلکې په هر وخت، هرځای او د هر چا په مقابل کښې امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوئ او هېڅکله او هېچېرې شرعي احکام له خلکو مه پټوئ، ځکه چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم هم فرمایلي دي: هر چا چې پټ کړ علم له اهل د علم څخه قیزه به شي په قیزه داور سره). [تفسیر کابلی]

ــ همداډول متنفذین او د خلکو مشران مسئولیت لري، چې په خپل استقامت سره د ﷲﷻ شرعي حکمونه په جامعه کې نافذ کړي، د خلكو حقوق خپلو حقدارانو ته ورسوي او هر شی په خپل ځای کې کېږدي؛ ځکه که دوی له دین څخه کاږه شي دا ټول شرعي نظام او امن به له منځه ولاړ شي.

د زینب په نوم يوې ښځې چې د احمس قبيلې وه د ابوبکر صديق رضی ﷲ تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه: ‎قَالَتْ مَا بَقَاؤُنَا عَلٰى هَذَا الأَمْرِ الصَّالِحِ الَّذِي جَاءَ اللّٰهُ بِهِ بَعْدَ الْجَاهِلِيَّةِ قَالَ بَقَاؤُكُمْ عَلَيْهِ مَا اسْتَقَامَتْ بِكُمْ أَئِمَّتُكُمْ قَالَتْ وَمَا الأَئِمَّةُ قَالَ أَمَا كَانَ لِقَوْمِكِ رُؤُوسٌ وَأَشْرَافٌ يَأْمُرُونَهُمْ فَيُطِيعُونَهُمْ قَالَتْ بَلَى قَالَ فَهُمْ أُولٰئِكَ عَلَى النَّاسِ. رواه البخاري

هغې وویل: “زموږ پاته کيدل به په دې ښه شي (اسلام) کې چې ﷲﷻ د جاهلیت وروسته موږ ته راپه برخه کړ؛ ترکومه وخته وي؟ هغه وویل: ستاسو پاته کيدل به په دې ښه شي (اسلام) کې تر هغه وخته وي، تر څو پورې چې ستاسو امامان د اسلام سره مخلص وي.

هغې وویل: ” امامان څوک دي؟” ده ورته وویل ایا ستا د قوم لپاره سرداران او اشراف خلك نشته چې خلك د دوی د حکم اطاعت کوي؟ هغې وويل: “هو شته”، ده ورته وویل: همدا د خلکو امامان دي، (که دغه امامان پر اسلام او شريعت باندې برابر وو ټول خلك به برابر وي او که دوی شريعت پرېښود، خلک به يې هم پرېږدي او د ټولې بدبختۍ مسوليت به د دغو مشرانو پر غاړه وي.)

نو ځکه باید زموږ مشران او مخور د خپل شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري، په خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، په ټولنه کې د اتفاق او وحدت ساتلو او د فتنو او فساد د مخنیوي لپاره جدي مبارزه وکړي، ځکه دوی ته خلک غوږ نیسي، د دوی نظریات د ټولنې په متوجه کولو کې رول لري او دا د دین تر ټولو لوی خدمت دی.

– د اسلامي امارت د محاکمو ټولو قضاتو او مسولینو ته لارښوونه کېږي، چې خپل درانه مسولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر مينځ توپير ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، د ﷲ سبحانه و تعالی په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري، بلکې جرم ته دې وګوري، د مظلوم دفاع دې وکړي، د ظالم مخنیوی دې وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ څخه پرته کوښښ وکړي.

زموږ د مجاهدینو د جهادونو او قربانیو ستر هدف په واقعي بڼه د شرعي نظام تطبیق او په ټولنه کې د شرعي احکامو اجرا وه، دا ستر هدف د محاکمو تر فعالیتونو او ښه خدمت پورې اړه لري.

– د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونه هم باید ډېر کوښښ وکړي، چې د علماء کرامو او متنفذینو سره یو ځای د خلکو د دعوت، نېکو اعمالو د ترویج او د خپلو مسولیتونو په دایره کې د شرعي نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړي او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروي.

ــ زموږ تجاران او صنعتکاران وروڼه باید د وطن د آبادۍ لپاره لا ډېر کوښښ وکړي، ترڅو زموږ وطن پر ځان بسیا شي او د نورو له احتیاجه وژغورل شي. که موږ د استقلال او آزادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید په وړاندې درېدل غواړو، نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري، راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.

د اسلامي امارت اړوند اقتصادي ارګانونه هم باید د خپلو تاجرانو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي، هغوی ته ښه زمینه مساعده کړي او د پرمختګ سره یې مرسته وکړي.

– د اسلامي امارت د مهاجرینو وزارت او نور مربوطه ارګانونه همدا ډول په ولایاتو کې والیان ټول باید د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پرځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه وسه همکاري ورسره وکړي.

ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي او ملکي کارکوونکي باید خپلو خپلو کارونو ته ښه او جدي متوجه وي، د یو بل په کارونو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي، ځکه داسې کول د ګډوډۍ، بې اعتمادۍ او خپګان سبب ګرځي. همدا راز د خلکو خدمت کول عبادت دی، موږ تاسو ته چې ﷲ تعالی د خلکو مسولیت را په غاړه کړی، دا یو الهي امتحان دی، باید چې ډېره توجه وکړو، خلکو ته د خدمت په لاره کې غفلت رانه ونه شي، ځکه غفلت عذر نه دی، باید ډېر بیداره واوسئ. د خلکو لپاره کارونه اسانه کړئ، سختۍ مه کوئ، سهولت کوئ، ﷲ تعالی به پر تاسو آساني وکړي. د خلکو وخت مه ضایع کوئ، د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ، د خلکو سره وخت په وخت لیده کاته کوئ، د هغوی شکایت او غږ اورئ، ترڅو څوک د چا حق ونه خوري، څوک چاته ضرر ونه رسوي، او هر څوک خپل خپل حق ترلاسه کړي.

نظام د خلکو د پلار او متکفل حیثیت لري، باید د یوه پلار په څېر د خلکو خیال وساتي، د حقوقو یې ساتنه وکړي او د امانتونو څخه یې څارنه او مراقبت وکړي.

په روایت کي راځي:

عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی ﷲ عليه وسلم، أتی معاوية فدخل علیه، فقال: سمعت رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم يقول: “مَنْ وَلِيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أَبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا” [أخرجه أحمد].

ترجمه: ابو الشماخ الأزدي رحمه ﷲ تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم صحابي (رضی ﷲ تعالی عنه) دی روایت کوي، چې هغه معاویه رضی ﷲ تعالی عنه ته ورغی او ورته ویې ویل، ما له رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بیا یې خپله دروازه د مسکین، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله، ﷲ تعالی به د هغه پر مخ د هغه د حاجت او فقر پر مـهال د خپل رحمت دروازې وتـړي، داسـې مـهال چې هغه به د ﷲ تعالی رحمت ته تر هر وخت ډېره اړتیا لري.

ــ د امیر د فرمانونو او حکمونو اطاعت وکړئ، ځکه اطاعت لازم او واجب دی، باید ټول یې مراعات کړي او ټول د اطاعت په چوکاټ کي پر مخ لاړ شي.

حضرت عمر رضی ﷲ تعالی عنه فرمایلي دي: إنه لا إسلام إلا بجماعة، ولا جماعة إلا بإمارة ، ولا إمارة إلا بطاعة. [رواه عنه الدارمي.]

ترجمه: نشته اسلام مګر په یوه ټولنه او یو اتفاق سره، نشته جماعت او اتفاق مګر په امارت سره نشته امارت مګر په اطاعت سره.

ــ د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونو محصلین او د مکاتبو زده کوونکي ټول باید خپلو خپلو درسونو او مسولیتونو ته متوجه شي. د استاذانو، کتابونو او علم احترام وساتي او د ورته مهیا شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.

ګورئ! وخت په عبثو شیانو ضایع نه کړئ، هرشی چې د وخت د ضایع کېدو سبب ګرځي، باید سخت پرهېز ورڅخه وکړئ او خپل اصلي مقصود ته متوجه شئ.

ﷲ تعالی فرمایلي دي: وَ الَّذِیۡنَ ہُمۡ عَنِ اللَّغۡوِ مُعۡرِضُوۡنَ ﴿ۙ۳﴾[سورة المؤمنون]

ترجمه: او هغه (کسان هم بهرمند شول) چې دوی له ناکاره کارو (بدو اقوالو او بدو افعالو) څخه مخ ګرځوي. ( یعنی په فضولو او بېکاره مشاغلو کې خپل وخت نه ضایع کوي.

نبي کریم صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: من حسن اسلام المرء ترکه ما لا یعنیه. [رواه الترمذي]

ترجمه: د یوه انسان د ښه اسلام له نښو دا ده، چې هغه کارونه پریږدي چې ده ته ګټه نه رسوي.

راتلونکي نسلونه به ستاسو پوهې او تجربو ته محتاج وي، نو باید ځانونه ډېر وړ او پوه خلک جوړ کړئ، باید ډېر کوښښ او توجه وکړئ چې ښه علمي شخصیتونه او کدرونه درڅخه جوړ شي ترڅو د اسلام، اسلامي نظام او خلکو ښه خدمت وکړای شئ.

ــ سږ کال بیا هم له افغانستان څخه تر دېرش زره پورې حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت ﷲ شریف ته تللي، له هغوی او حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټولو راغلیو حجاجو کرامو څخه هیله کوم، چې موږ او ټول اسلامي امت ته دعاګانې وکړي.

– د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې په مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صیهونستانو بریدونه او ظلمونه لا هم روان دي، دا لوی انساني جنایت او سخت ظلم دی، اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کوي.

په پای کې یو ځل بیا ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایم. ﷲ تعالی مو عبادات، قربانۍ او حجونه قبول وګرځوه او تل خوشحاله او سوکاله اوسئ. والسلام

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده حفظه ﷲ تعالی

۷/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق

۱۳/۳/۱۴۰۴هـ ش

2025/6/3م