ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیا کې فرضي کرښو په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پینځه پوستې نېول شوي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ د فرضي کرښې په اوږدو کې تر دې مهاله د  پاکستاني پوځیانو ۵ مهمې پوستې، چې د تور غونډۍ پوسته، د ټوپ سر پوسته، تبۍ سر پوسته، د علي مدد پوسته او ورسره څېرمه بله پینځمه پوسته ټولې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې دي.

 تازه د توپ سر خوچ کرم او انځرکي سر پوستو ته هم افغان ځواکونه داخل شوي دي.

تر دې دمه افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتي او زیات شمېر غنیمتونه هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي.

دغه‌راز د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، د کندهار شورابک ولسوالۍ کې تر دا مهاله د افغان ځواکونو له لوري د پاکستاني ملېشو دوې پوستې له منځه وړل شوې او د جګړې په ډګر کې دوه دهشکې، دوه هاوانونه، یو ثقیل او دوه دوربینونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي په خبره د مقابل لوري یو شمېر جسدونه هم په سیمه کې پاتې دي.

خوارزمي وايي، همدا مهال پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هم د پاکستاني رژیم پر نظامي مراکزو او پوستو انتقامي بریدونه روان دي.

همدارنګه د ردالظلم انتقامي بریدونو په پایله کې د کندهار په شورابک ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو له لوري د پاکستان پوځي رژیم یوه لویه پوسته فتحه او ۳۰ تنه فوځیان چې ۲۰ تنه یې کومکي راغلي وو، وژل شوي دي.

دغه‌راز د ردالظلم انتقامي بریدونو پر دوام افغان ځواکونو د یاد ولایت په معروف ولسوالۍ کې د فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه پیل کړي دي.