عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د پکتیکا ولایت د مسولینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي؛ چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په دې سیمینار کې د وینا پر مهال د ټولو مسولینو د خدمتونه ستاینه وکړه، د سیمینار ګډونوالو ته یې مهمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې الله تعالی په مخلوقاتو کې انسان شرافتمند پیدا کړی، عقل، پوهه او علم یې ورکړی او انسان یې په ځمکه کې خپل خلیفه ګرځولی، تر څو د ځمکې د تعمیر او د ژوند چارې برابرې کړي.
د اسلامي امارت زعیم حفظهالله زیاته کړه، الله تعالی وخت په وخت د انسانانو د اصلاح لپاره خپل پیغمبران رالېږل او هغوی به خلک د الله تعالی وحدانیت ته رابلل، د ډبرو او بتانو د عبادت، فساد، ویني تویولو، د قومونو او قبایلو ترمنځ د جنګونو او د منکراتو او د نورو د مال اخیستلو څخه به یې منع کول، اوس دا وظیفه علمای کرامو ته سپارل شوې ده ځکه علما د انبیای کرامو وارثان دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دغه راز وویل، الله تعالی په نژدې وختونو کې افغانان په دوو لویو جهادونو کې کامياب او بریمن کړل او د شریعت د نفاذ لپاره زمېنه برابره شوه، نو په کار ده چې د ځانځانۍ، بي اتفاقۍ، ملګرتیا پاللو، قومپرستۍ، او د منصب د شوق څخه ځان وساتو او په خپلو منځونو کې یووالی، په شریعت استقامت او د خپلو مشرانو اطاعت وکړو، د جهاد اهداف عملي کول، د خلکو اصلاح او د خلکو په منځ کې عدالت، او امربالمعروف نهې عن المنکر کول خپل هدف وګرځوو.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې وینا په وروستیو کې د سیمینار ګډونوالو ته وویل، چې خپل نیتونه اصلاح کړئ، د علماوو سره ناسته کوئ، تقوا او تواضع اختیار کړئ، په خپلو منځونو کې یو بل ته نصیحت کوئ، په خپلو کې تذکیر او مذاکرې کوئ، د تکبر او غرور څخه ځان وساتئ، د خلکو سره ښه چلند وکړئ.