غزه کې د اوربند هوکړې پر بنسټ نن (شنبه، د فبروري ۸مه) حماس اسلامي غورځنګ ۳ اسرائیلي بندیان ازاد کړي او په بدل کې یې اسرائیلي رژیم ۱۸۳ فلسطینیان خوشي کړي دي.
په غزه تړانګه کې له اوربند وروسته دا پینځم ځل دی، چې دواړه لوري بندیان تبادله کوي.
اسرائیلي پوځ هم تایید کړې، چې سره صلیب درې اسرائیلي بندیان دوی ته سپارلي دي.
په مقابل کې په ۱۸۳ خوشي کېدونکو فلسطینیانو کې ۱۸ کسان په عمري او ۵۴ نور بیا په اوږدمهاله بند محکوم شوي وو.
په دې بندیانو کې ۱۱۱ هغه فلسطینیان هم دي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې وروسته په غزه تړانګه کې نیول شوي وو.
تر دې دمه حماس اسلامي غورځنګ ۱۳ اسرائیلیان او ۵ ټایلینډیان خوشي کړي او په بدل کې یې اسرائیلو څه باندې ۵۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړي دي.