ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني پوځي رژيم ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه تللې دي

ملي دفاع وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو د پاکستاني ملېشو د بریدونو پر وړاندې په کندهار، ننګرهار، کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ډیورڼد فرضي کرښې هاخوا غاړه کې ځوابي عملیات ترسره کړي دي.

یاد وزارت وايي، افغان دفاعي ځواکونو نن سهار د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستاني پوځي رژیم د ا‌ف سي په عمومي قومندانۍ هوايی بریدونه کړي دي، په دغه بریدونو کې لسکونو پاکستاني پوځي رژیم وژل شوې او یادې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځي رژیم ګن شمېر ځوابي بریدونه کړي چې د پاکستاني لوري ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه تللې، ۴۱ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي، ۵۳ تنه ټپیان شوي او د پاکستاني ملېشو ۳ ‌ډرون الوتکې نسکورې شوې دي.

د یاد وزارت په خبره په دې نښتو کې ۳ تنه افغان ځواکونه شهیدان او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.