ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبيح الله مجاهد: سوداګر دې له کوم دليل پرته د سوداګریزو توکو بيې نه لوړوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې په عادي ډول د سوداګریزو توکو انتقالات روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، تېره ورځ (پنجشنبه، د کب ۱۴مه) په ټولیز ډول ۹۴ واګونونه بېلابېل سوداګریز توکي د هرات روزنک تم‌ځای ته را رسېدلي او سلګونه نور افغانستان ته پر لاره دي.

د اسلامي امارت ویاند له سوداګرو غوښتي، چې له کوم دلیل پرته دې د سوداګریزو توکو بیې نه لوړوي.