د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبـــیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او د یو شمېر عام المنفعه پروژو په اړه خبرې وشوې.
لیدنه کې محمد سعید العیاش د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو د راروانې لړۍ د ښه مدیریت ستاینه وکړه او وې ویل، چې له کډوالو سره ناسم چلند او په زور ایستلو يې د اسلامي همکاریو سازمان خواشینی کړی دی.
نوموړي وویل؛ د اسلامي همکاریو سازمان له کډوالو سره د مرستو راجلبولو ته کار کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاس نیوی ته ځانګړی پام وکړي.
ښاغلي العیاش په افغانستان کې د یاد سازمان لخوا د لا ډېرو عام المنفعه پروژو د پلي کېدو په برخه کې د خپلو هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ او د پروان ولایت د سالنگ ولسوالۍ د سیمه ییزې ادارې او ولس د وړاندېز پر بنسټ د یوه جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات لټوي، چې په یو وخت به د ښځینه وو په ګډون د شمالي ولایتونو د لویې لارې درې زره او ۵۰۰ مسافرو ته د اوداسه او لمانځه سهولت او مناسب ځای ولري.
نوموړي تمه وښوده، چې د یادې پروژه د عملي چارو د پيل لپاره به هم د نورو هغو پخوانیو په څېر مالي امکانات چمتو شي.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر ته ښه راغلاست وویل او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د یاد سازمان له همکاریو او مرستو مننه وکړه.
نوموړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل او اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او یادونه یې وکړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره غوره او مهم بنسټ دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو د دایمي ستونزو حل لپاره د استوګنیزو ښارګوټو په رغولو ټېنګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر یو شمېر عام المنفعه پروژو ته په اشارې سره وویل، چې د ولس ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.