ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

میدان‌وردګ ولایت کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت په میدان‌وردګ ولایت کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې د عملي چارو پرانیسته وکړه.

د یاد وزارت وزیر شیخ حمدالله نعماني د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا زر کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا پروژه ترانسپورټي ترمینل دی، چې د سویلي ولایتونو د خلکو لپاره به زیات شمېر اسانتیاوې برابرې او د ۲۰۰ موټرو د تم کېدو ظرفیت به ولري.

دا پروژه به په نهه میاشتو کې بشپړه شي، چې ورسره به د عوایدو زیاتوالي ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، ولایت به ورسره پرمختګ وکړي، د وړو کاروبارونه زمینه به برابره شي او په ټوله کې به د فقر او غربت کچه یو څه راکمه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړې، چې په هېواد کې یو شمېر داسې پروژې پیل کړي، تر څو له مخې یې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.