د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هرات ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یو افغان سوداګر په مالي ملاتړ د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز د کوچنیانو ځانګړي روغتون بنسټ ډبره کېښوده.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، قومي مخورو، دولتي مسولینو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر د هرات د خلکو ونډه د هېواد په رغونه کې وستایله او هغوی یې د با فرهنګه، غیور او پوه خلکو په توګه یاد کړل.
نوموړي د پانګونې د ښه فرصت یادونه وکړه او د امیرالمؤمنین حفظه الله پر مهربانۍ او د ملت د هوساینې په خاطر یې د هغه هڅې وستایلې.
ښاغلي جلالي د هرات تاریخي اهمیت ته په اشاره وویل: “الله تعالی دې حاجي عبدالظاهر بشري او نورو هغو کسانو ته اجر ورکړي، چې د روغتیا په برخه کې یې داسې ستر کارونه کړي. رب دې نورو افغان سوداګرو ته هم توان او وس ورکړي، چې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي”.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت هڅه کوي معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي او د دغه افغان سوداګر د ارادې هر اړخیز ملاتړ کوي، څو ولسونه د دې پروژې له برکته برخمن شي.
همدارنګه د هرات والي د روغتیا د برخې اهمیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې هڅه به کوي افغان سوداګرو وهڅوي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د یاد روغتون جوړوونکي سوداګر ژمنه وکړه، چې روغتون به په لوړ معیار جوړ او تعمیراتي چارې به یې ژر بشپړې کړي.