ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر رفح ښار د اسرائیلو بریدونو دوام؛ تېره شپه په یوه هوايي برید کې څلور تنه شهیدان او ۱۶ ټپیان شوي

د رسنیو د راپورونو په بنسټ تېره شپه د رفح ښار په لویدیځ کې تل‌السلطان ته څېرمه سیمه کې پر یوه کور د اسرائیلو یرغلګرو دهوایي برید له امله څلور تنه شهیدان او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

 ورته مهال تېره شپه د غزې په بېلابېلو برخو کې د درانو هوایي بریدونو، او د درنو وسلو د ډزو راپورونو هم ورکړل شوي دي.

بلخوا، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی، که اسرائیل د غزې پر رفح ښار لوی ځمکنی برید وکړي، اسرائیلو ته به د ځینو وسلو ورکړه ودروي.

جو بایډن له سي این این خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي؛ که اسرائیل رفح ته دننه ورشي، نو دوی ته به هغه وسلو بهیر ودرول شي کوم چې په تاریخي ډول د رفح لپاره کارول کېدې.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر دا ډول خبرداری ورکوي، چې کېدای شي امریکا اسرائیلو ته د وسلو ورکړه ودروي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې تر دې مهاله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د ۳۵زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي او څه‌باندې ۸۳زره نور ټپيان شوي دي.