ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان لوبډلې ایرلنډ ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ايرلنډ سره د پنځوو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ايرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

تېره ورځ (جمعه د زمري ۷مه) د ايرلنډ په بريډي کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان او کوربه ايرلينډ ترمنځ د لوبلړۍ دويمه لوبه ترسره شوه، چې پچه يې د ايرلنډ لوبډلې وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه يې وکړه.

دغه لوبه د ورښت له امله ۴۷ اورونو ته راکمه شوې وه، چې افغان لوبډلې په کې د ۸ لوبغاړو په زیان ۲۹۹ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه ابراهیم ځدراڼ ۸۴، صدیق الله اتل ۴۵، حشمت الله شهیدي ۳۶ ناسوځېدلې، عظمت الله عمرزي ۳۳، رحمن الله ګربز ۳۲ او لوبډلمشر رحمت شاه ۳۰ منډې وکړې.

په ځواب کې يې ايرلنډ لوبډلې ونه شو کولی، چې د افغان لوبډلې هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۳۷م اور کې د ۲۰۷ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړه او لوبه يې د ۹۲ منډو په توپیر وبايلله.

د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان ۶، عظمت الله عمرزي ۲ او فضل الحق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

راشد خان په خپلو ۷.۴ اورونو کې د ۳۴ منډو په بدل کې ۶ ویکټو ترلاسه کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان لوبډلې په دې بریا سره د ايرلنډ پر وړاندې د پنځوو نړيوالو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکې‌والی ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېيمه يوه ورځنۍ لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ايرليڼد په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.