ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي ولیعهد: امنیت شورا او نړیواله ټولنه د غزې ناورین په مهار کې پاتې راغلي

د سعودي عربستان ولیعهد ویلي، امنیت شورا او نړیواله ټولنه په غزه کې د بشري ناورین په پای ته رسولو کې پاتې راغلي او اسراییل پرلپسې له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه کوي.
محمد بن سلمان اسراییلي چارواکي د غزې د خلکو پر وړاندې اشغالګر او د ټولو جنایتونو مسول بللي دي.

سلمان دا خبرې د عربي هېوادونو په یوه سرمشریزه ناسته کې کړي.

نوموړي ویلي؛ چې غزه کې دې پوځي عملیات سمدلاسه ودریږي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په پاردې هوایي دهلیزونه برابر او همداراز دې بشري سازمانونه د ناورین د مخنیوي په موخه هلته خپل شتون لا پیاوړی کړي.
د سعودي ولیعهد ویلي؛ موږ د هغه وحشیانه جګړې په غندلو ټینګار کوو، چې په فلسطین کې زموږ وروڼه ورسره مخ دي او په زرګونو بې وسلې ملکي وګړي، ماشومان، ښځې او بوډاګان په روغتونونو، عبادت ځایونو او د استوګنو په سیمو کې وژل شوي دي.

ده ویلي چې هېواد یې د فلسطیني وګړو ملاتړ کوي او د اسراییلو نیواک، کلابندي او د هر ډول تېري پای ته رسول غواړي.