د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د خټکې په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څلور میلیونه، شپږ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پيل شوې.
دغه استنادي دېوال ۲۸۰ متره اوږدوالی لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.
د دغې پروژې چارې چې د یو این ایچ سي آر په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د یوې نیمې میاشتې په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدغه راز، د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې ریيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د سوري پاڼ کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړین لارښوونې کړي.