ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: اقتصادي ځان بساینې ته د افغانستان رسېدنه یو مهم لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رییس او غړو سره یې لیدنه کړې.

د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رییس خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړي.

دوی په افغانستان کې د سراسري امنیت ترڅنګ د بیارغاونې چارې ستایلي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په لوړېدو یې خوښي ښودلې.

د شهزاده سرای ترڅنګ د شهزاده کمپلکس جوړولو لپاره یې د امارتي ځمکې ځانګړي کولو، د صرافانو او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون کې د صرافانو د یو استازي حضور او د صرافانو د مالیې ستونزو حل په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور ونډه او رول ستایلی او ویلي يي دي، د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ د افغانستان د بیارغاونې لپاره بوخت دي او اقتصادي ځان بساینې ته د افغانستان رسېدنه یو مهم لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت پالیسي خپل ولس ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي او په هره برخه کې رامنځته شوي اصول په مشورو او د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره پلي کېږي.

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رییس او غړو ته ډاډ ورکړی، چې په وړاندیزونو او مشورو به یې غور او د حل لپاره جدي هڅې وکړي.