افغانستان لپاره د چرګانو روزنې کمېټه جوړه شوه
د هېواد په کچه د افغانستان لپاره د چرګانو روزنې کمېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په همغږۍ، د دغې کمېټې د عمومي رییس عبدالمعروف ظفر په سرپرستی او د چرګانو روزنې د ټولو ټولنو په همغږۍ جوړه شوې ده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ زموږ موخه د دې سکتور لپاره د منظم چوکاټ جوړول دی، موږ به هر هغه خنډ چې د دې سکتور د پرمختګ مخه نیسي له منځه یوسو او تر یوه چتر لاندې په پوره همغږۍ سره به کار کوو. زموږ موخه د چرګانو روزنې د سکتور وده او پرمختګ دی، چې ډېر توایدات ولرو او د وارداتو مخنیوی وشي.
د کرنې وزیر زیاته کړې، د چرګانو د غوښې لپاره د معیاري مسلخونو جوړول، د خوراکي توکو خوندیتوب او له هر ډول ناروغیو څخه پاک او خلکو ته معیاري چوپړتیاوې وړاندې کول زموږ لویې موخې دي.
د دغې کمېټې يو شمېر غړي له بهر څخه د چرګانو د وارداتو د بندېدو غوښتنه کړې او په دې برخه کې يې د کرنې وزارت ملاتړ مهم بللی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په مرسته په هېواد کې د مالدارۍ سکتور په ځانګړې توګه د چرګانو د روزنې سکتور ته وده ورکړي، ترڅو له یوې خوا د ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي او له بلې خوا د وارداتو کچه ټيټه او دننه په هېواد کې د تولیداتو زمینه برابره شي.