ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د شهیدانو شمېر ۱۱ زره او ۲۴۰ کسانو ته ورسېد

فلسطیني چارواکي وايي، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم د برید له پیل څخه تر اوسه ۱۱ زره او ۲۴۰ کسان شهیدان شوي.

په شهیدانو کې ۴ زره او ۶۳۰ ماشومان او ۳ زره او ۱۳۰ ښځې هم شاملې دي.

دغه‌راز یادو چارواکو د اسرائیلو له لوري د ۹۴ دولتي ودانیو، ۲۵۳ تعلیمي مرکزونو او ۷۱ جوماتونو د ویجاړېدو او تخریب خبر ورکړی دی.

له بل لوري نړیوال سره صلیب د غزې په الشفا روغتون کې د انساني بحران خبر ورکړی.

د یاد سازمان استازي النا سیننکو ویلي، چې غزه کې فعال روغتونونه له ټپیانو او بې‌ځایه شویو ډک دي او خلک فکر کوي، چې سیمه کې یوازیني امن ځایونه روغتونونه دي.

د دې تر څنګ یونیسف خبر ورکړی، چې غزه کې له ۷۰۰ زیات ماشومان بې‌ځایه شوي دي.