د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسم د پکتیا ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د پکتيا سينديزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمد کريم فاتح، د پکتیا ولایت د اقتصاد ریيس مولوي محمد انور راشد، د سید کرم ولسوالي ولسوال قاري علي محمد مجاهد، د اړيکو دفتر ولايتي مسول انجنير شريف الله ايوبي او یو شمیر نورو سيمه ييزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې ترسره شوي.
یاده پروژه د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي په کوه سين کلي کې د ۱۵۰ زره او ۵۲۸ ډالرو په ارزښت د سویس پراختیایې همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د اړیکو دفتر په تخنیکي همکاري او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي شوې.
په دغه پروژې کې د 17.6 مترو په اوږدوالي، د 10.4 مترو سور او د 4.4 مترو په ژوروالي سره د درک سربند او د نوموړې سربند دواړو لورو ته د 146 مترو په اوږوالي د استنادي دېوالونو او د 118 مترو په اوږدوالي د درک کانال جوړول شامل دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.