د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
تاکایو تانیموتو له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، جاپان په افغانستان کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري، چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د جاپان له لوري د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د پيلېدو خبر هم ورکړی.
د جاپان د سفارت مرستیال زیاته کړې؛ چې دوی به د اسلامي امارت په اړه شته واقعیتونه له نړۍ سره شریک کړي.
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس له افغانانو سره د جاپان له بشري مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت په ښوونه، روغتیا او نورو بنسټيزو چارو کې د یاد هېواد مرستو ته اړتیا لري.
مولوي ذاکر په کابل کې د جاپان د سفارت کړنې مهمې بللي او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل او ښې اړیکې غواړي.