ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د جګړې په ۴۶مه ورځ حماس اوربند ته د نږدې کېدو خبر ورکړی

غزه کې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د جګړې په ۴۶مه ورځ حماس اوربند ته د نږدې کېدو خبر ورکړی.

د حماس غورځنګ مشر اسماعیل هنیه وايي، چې له اسرائیلي چارواکو سره غزه کې د جګړې درولو هوکړې ته نږدې شوي او حماس خپل ځواب د قطر چارواکو او نورو منځګړو ته استولی دی.

د دې تر څنګ د امریکا ولسمشر جوبایډن هم غزه کې د جګړې پای ته د نږدې کېدو په تړاو خبرې کړې دي.

د حماس په خبرپاڼه کې زیاتو جزیاتو ته اشاره نه ده شوې، خو له دې وړاندې ځینې رسنیو، غزه کې د جګړې د څو ورځني بندښت، په ۲۴ ساعتونو کې د لسګونو بندیانو ازادولو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو په تړاو راپورونه خپاره کړي وو.

دغه‌راز ځینې رسنیو بیا د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني ښځو او ځوانانو ازادۍ ته اشاره کړې وه، چې تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

له دې سره اوس هم غزه له ناورین سره مخ ده او اوسېدونکي یې په سختو ناخوالو، ګواښونو او زور زیاتیو کې ژوند کوي.

غزه کې د اوربند په تړاو له دې څرګندونو وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته رسېدلي وو، خو تر اوسه دې تړانګه کې اوربند نه دی تایید شوی.