ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بی بی خدیجه الکبرا نندارتون د ۷۸ قراردادونو په لاسلیک سره پای ته ورسید

د افغانستان د ملي او نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ لوی رییس محمد زبیر دین پرور د بي بي خدیجه‌الکبرا نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره افغان مېرمنو ته په ریښتیني او شرعي بڼه حق ورکړل شوی دی.

ښاغلي دین پرور، یاد نندارتون د هېواد په تاریخ کې د ښځو لومړی ځانګړی نندارتون یاد کړ.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس محمد عابد د دغه ډول نندارتون جوړېدل د هېواد د ښځو لپاره ګټور بللي او ویلي يي دي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ نه کوي.

د ۷۸ بېلا بېلوقراردادونو لاسلیکول، د ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو کمربندونو جوړول، د متشبثینو ترمنځ د سوداګریزو تجربو تبادله، د ښځو لپاره د تولید او بازار موندنې معیارونو لوړولو لپاره روزنه او په ولایتونو کې د ښځینه متشبثینو د ستونزو د حل لپاره د یو کمیسیون جوړول ددغه نندارتون له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.