ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون مشر: نیت لري چې په ۲۰۲۴ کال سیالیو کې افغان لوبغاړو ته هم بلنه ورکړي

مسکو کې د اسلامي امارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د هغه هېواد د موټرسایکل ځغلونې د سپورټ په کلني کنفرانس کې د یاد هېواد په رسمي بلنه برخه اخیستې وه.

مسکو کې د اسلامي امارت سفارت مسولینو ویلي؛ چې یاد کنفرانس تېره شنبه د جمادي الاول پر څلورمه چې د روان لمریز لېږدیز کال د لړم ۲۷مه کیږي؛ د هغه هېواد په پلازمېنه مسکو ښار کې جوړ شوی و.

یاد کنفرانس کې د موټرسایکل ځغلونې د فدراسیون پر مشرتابه سربېره د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو او سپورټ وزارت لوړپوړو دولتي او نادولتي استازو برخه اخیستې وه.

حافظ یاسر عبدالله د افغانستان د سپورټ په اړه معلومات وړاندې کړي. 

نوموړي زیاته کړې؛ ورزش نه یوازې دا چې د انسان د روغتیا لپاره اړین دی؛ بلکې د نوې نړۍ د هېوادونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ د پل حیثیت هم لري.

د اسلامي امارت په راتګ افغانستان امن شوی او په همدې سبب په هېواد کې ورزش خورا پرمختګ کړی.

ښاغلي عبدالله ویلي؛ د افغانستان د ورزش ادارې تر چتر لاندې ۵۲ رسمي فدارسيونونه فعاليت کوي، چې په منځنۍ کچه په هره میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۳۰۰ رسمي، تشویقي او نورې لوبې ترسره کیږي.

د نوموړي په وینا؛ موږ په افغانستان کې د موټر سايکل ځغلونې فدراسيون هم  لرو، چې په ۱۲ولايتونو کې استازولۍ لري او په دې برخه کې ۶۰۰ ثبت شوي لوبغاړي په لوبو بوخت دي.

په تېر کې هره میاشت په لوګر، ميدان وردګ، باميان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د موټرسایکل ځغلونې باقاعده سیالۍ ترسره شوي دي.

د روسیې د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون مشر الکساندر ویلي چې دوی نیت لري، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې هم یادې سیالۍ چمتو کړي او دا ځل به په هغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ته هم بلنه ورکړل شي.

په یاد کنفرانس کې ژمنه شوې، چې د افغانستان د سپورټ له ادارې سره په همغږۍ به د روسیې او افغانستان ترمنځ د (دوستۍ جام) تر نامه لاندې یوه سیالۍ هم جوړه شي.