د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي پلان د چمتو کولو په موخه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست د عملیاتي مسولینو په ګډون د لومړي ځل لپاره غونډه جوړه شوه.
دغه امنیتي پلان چې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز اوپراسیون ریاست له لوري چمتو شوی وو؛ د ملي دفاع وزارت کشف او استخباراتو رییس مولوي معتصم، د ستردرستیز اوپراسیون رییس مولوي نورالرحمن نصرت، د کورنیو چارو وزارت اوپراسیون رییس مولوي سیف الله، د ستر درستیز دفتر رییس مولوي محبوب الله راسخ او د اړوندو ملکي ادارو د استازو په ګډون ګډه غونډه وشوه.
ویناوالو ویلي؛ د اسلامي امارت نظام په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او سرښندنو سره په لاس راغلی او بقا یې هم هلو ځلو او سرښندنو ته اړتیا لري، د نظام مسولین مکلف دي، چې د هېواد د لا ښه امنیت د ټینګښت، د هېواد د پولو د ساتنې او د پردیو د شومو پلانونو په وړاندې پوره چمتووالی ولري.
د اسلام او نظام دښمنانو په وړاندې موږ باید ځان چمتو کړو او دا تیاری یو مشخص پلان او پلي کېدو ته اړتیا لري.
د غونډې ګډونوالو زیاته کړې؛ چې د دې غونډې جوړېدل د اسلامي امارت د سرتیرو لخوا د هېواد له بشپړې ازادۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد لا ښه امنیت د تأمین او د اړوندو ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ په ټینګښت کې خورا ارزښتناکه وه.
د اسلامي امارت د دفاعي، امنیتي او کشفي ارګانونو مسولینو او پوځي کارپوهانو په دې غونډه کې د نظریاتو له راټولولو وروسته د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي برخې لومړیتوبونو له ټاکلو وروسته، همدغه پلان به د صلاحیت لرونکو مسولینو تر منظورۍ وروسته ساحوي قول اردوګانو او د ټولو ولایتونو امنیه قومندانۍ او استخباراتو ریاستونو ته ورکړل شي.