د اسلامي امارت مشرتابه د لارښوونو سره سم د ولایتونو په ولسوالیو کې د دیني مدارسو لپاره د لیلیو جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال مولوي سخاءالله سعید کونړ او پنجشیر ولایتونو ته سفر کړی.
دغو ولایتونو ته د ښوونې او روزنې مرستیال د سفر موخه، د دیني مدارسو ليليو لپاره د مناسبو ځایونو ټاکل، د پوهنې ریاستونو د کړنو ارزونه، د پوهنې کارکوونکو مسلکي وړتياوو لوړول او د ښوونیزو ورکشاپونو دایرول بللي.
مولوي سخاءالله سعید د یادو ولایتونو له واليانو، د پوهنې له مسولینو، علماوو شوراګانو او پوهانو سره جلا جلا لیدنه کړې او د وضعیت لاښه والي، اسلامي ارشاداتو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو مدارسو لپاره يې لیلیو جوړولو په اړه نظرونه تبادله کړي.
نوموړي د کونړ ولایت له پوهنې رییس سره یو ځای د ياد ولایت شپاړسو ولسوالیو ته سفر کړی، له علماوو، سیمه ییزو ارګانونو له مسولینو او قومي مشرانو سره یې لیدنه کړې، څو په یادو ولسوالیو کې د دیني مدارسو لیلیو جوړولو لپاره مناسب ځایونه وټاكي.
د پوهنې وزارت مرستیال د پنجشېر ولايت پوهنې مسولينو او علماوو سره يوځاى د ياد ولایت اتو ولسوالیو ته تللی، مسولینو سره له مشورې وروسته یې د مدارسو لیلیو جوړولو لپاره مناسب ځایونه ټاکلي.
د دغو سفرونو په لړ کې د پوهنې وزارت کارپوهانو له خوا د يادو ولايتونو پوهنې رياستونو مسولينو او کارکوونکو لپاره ښوونيز سيمينارونه هم جوړ شوي.
د يادو ولسواليو د علماوو او د خلکو استازو له لوري د اسلامي امارت د مشرتابه د دې پرېکړې تود هرکلى کړی او دا يې په هېواد کې د ديني علومو د پراختيا په برخه کې يو ښه ګام بللی.
د یادولو وړ ده، چې هره لیلیه به د ۵۰ تنو زده کوونکو توانايي ولري.