د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوي د هېواد جنوب لوېدیځ زون ته په خپل رسمي سفر کې د کندهار پوهنتون تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو د نیمه کاره پروژو چارې پیل او مسولینو ته یې په معیاري ډول د بشپړیدو امر کړی.
مولوي ندا محمد ندیم په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې ویلي؛ چې اسلامي امارت او په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د لوړو زده کړو پیاوړتیا ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه او د ریاست الوزا په منظورۍ له دې وروسته په هېواد کې د پوهنتونونو په ماسټري او دوکتورا بوختو استادانو فیسونه د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
د کندهار پوهنتون رییس مولوي اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه مننه کړې، چي تل یې د ستونزو د حل هڅه کړې او د هېواد د لوړو زده کړو پیاوړتیا لپاره یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.
د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي هدایت پر بنسټ به د ۲۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون، نیمروز او زابل لوړو زده کړو موسسو د نیمه بشپړو پروژو کار پیل او تکمیل شي.