ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال هېواد کې ۴۰۰ زره مټريک ټنه وريجې توليد شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له ريموټ سنسېنګ ټيکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستو، چې د سټلايټي انځورونو تفسير او تعبير په کې شاملېږي، په ۱۴۰۲ کال کې په وريجو کرل شوې ساحې تثبيت کړې دي او له تحليل او شننې وروسته يې ارقام خپروي.

د دې اټکل له مخې په روان کال کې د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې وريجې کرل شوې دي او په وريجو ټوله کرل شوې ساحه ۱۲۹ زره هکټاره اټکل شوې ده، چې د تېر کال په پرتله د وريجو د کښت زياتوالی ښيي او دا زياتوالی په بغلان او لغمان ولايتونو کې ليدل کېږي.

د دې اټکل د ارقامو له مخې کندوز ولايت تر ټولو زيات (۳۹ زره هکټاره) او سرپل ولايت تر ټولو کم (۱۶۰ هکټاره) د وريجو کښت درلود.

ارقام ښيي چې په ۱۴۰۲ کال کې په ټول هېواد کې ۴۰۰ زره مټريک ټنه وريجې توليد شوې دي، چې تر ټولو ډېر توليد ( ۱۲۵زره مټريک ټنه) په کندوز ولايت کې دی.

له کندوز وروسته تخار د ۸۸ زره مټريک ټنه، بغلان څه باندې ۴۹ زره مټريک ټنه ، ننګرهار د نږدې ۴۸ زره مټريک ټنه او کونړ د نږدې ۱۹ زره مټريک ټن وريجو په تولید سره له هغو ولايتونو څخه دي چې په هېواد کې د وريجو ډېر توليد لري.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د غذايي موادو، کرنيز تخم او ضايعاتو په شمول په هېواد کې ۶۸۸ زره مټريک ټنه وريجو ته اړتيا ده.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د وريجو د کرلو له وخته د فصل تر اخيستو پورې سټلايټي انځورونه د جغرافيايي معلوماتو په سيسټم کې تحليل او تجزيه کړي  او د هغو ارقام وړاندې کوي.