ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګ لویه لاره د لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټر پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لاره نن پنجشنبه د لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو د تګ را تګ پر مخ پرانیستل شوه.

وړاندې تر دې یاده لویه لاره د سالنګ تونل تر بیارغونې وروسته یوازې د کوچنیو موټرو پر مخ پرانیستل شوې وه.

د ټولګټو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګ لویه لار به نن پنجشنبه د لویو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي.

یاد وزارت له موټر چلوونکو غوښتي، چې له ټاکلې اندازې د زیات وزن له لېږد څخه دې ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د سالنګ لویې لارې سالنګ تونل د اسلامي امارت په ملي بودیجه د شاوخوا څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو.

د سالنګ لویه لاره کابل له شمالي نهو ولایتونو سره نښلوي او د افغانستان له ډېرو مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه ګڼل کېږي.

دې لویې لارې ته په تېرو شلو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه وې شوې، ملي سوداګر، ترانزیټ او مسافر وړونکي موټرونه له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او اقتصادي برخه کې د ځان بسیاینې په موخه یاده لویه ترانزیټي لاره یو ځل بیا ورغوله، چې څو ورځې وړاندې په رسمي ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.