د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږي او د وزلوبې ملي فدراسیون له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې پنځم پړاو لیګ سیالۍ، چې لس ورځې یې دوام وکړ، د سرپل ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سمنګان او سرپل ولایتونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سرپل لوبډلې د ۳/۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د کابل د والي او بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس په ګډون ګڼو چارواکو ګډون کړی و.
د کابل والي ملا امین الله عبید اتلې لوبډلې ته مبارکي ویلې او له امنیتي ځواکونو یې مننه کړې، چې د دغو لوبو امنیتي تدابیر یې په ښه ډول سره نیولي وو.
ښاغلي عبید ویلي: “د هېواد د ورزش ادارې له رهبري څخه مننه کوم، چې د ټولنې پخوانۍ او کلتوري لوبې یې ژوندي ساتلي او په دې برخه کې یې پراخ ګامونه ترسره کړی دي.”
د هېواد د ورزش ادارې رییس مولوي احمدالله وثیق اتلې لوبډلې ته د مبارکي ترڅنګ خوښي ښودلې، چې یادې سیالۍ د خوشحالي او امن په فضا کې ترسره شوې.
ښاغلي وثیق همداراز د ریاست الوزرا له مقام څخه په دې برخه کې د هر ډول همکاریو له کولو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي: “موږ هڅه کوو چې ورزش ته لا زیاته وده ورکړو او له مرکزونو څخه یې کلیو او بانډو ته ورسوو.
دغهراز ورزش کاران مو په هره برخه کې ځلېدلي او دا لومړی ځل دی چې هېواد ته یې پنځه بېلا بېل مډالونه راوړي دي.
د دې تر څنګ اسلامي امارت ژمن دی، چې ورزش ته به لا وده ورکوي او په دې برخه کې به د ورزشکارانو لاسنیوی او ملاتړ کوي.”
د یادونې وړ ده چې له سمنګان ولایت څخه صفت الله پهلوان د سیالیو غوره ګول وهونکی او جواد پهلوان د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی نومول شوی.
د مراسمو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي جام او د لوبو غوره لوبغاړو او لوبډلو ته ګڼ شمېر نغدي او غیر نغدي جایزې ورکړل شوې دي.