ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له درې کلن ځنډ وروسته زابل پوهنتون د لیلیې ودانۍ رغنیزې چارې بیا پیلېږي

زابل کې د کور او ښار جوړولو رییس ملا دادګل مسلم ویلي، له درې کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت په پوهنتون کې د شپږ پوړیزې ودانۍ لیلیې چارې بیا پيلېږي.

د زابل ولایت د لیلیې نیمه کاره پروژې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت په څارنې بېرته پیلېږي، چې په لنډ وخت کې به یې چارې بشپړې شي.

زابل کې د کور او ښار جوړولو رییس زیاته کړې؛ د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ګمارل شوي هیئت، د چارو ادارې، ملي پراختیا شرکت، ولایت مقام او پوهنتون له انجنیرانو او استازو سره په ګډه د یادې ودانۍ پاتې رغنیزې چارې څېړلي او په نیږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

د یادې ودانۍ رغنیزې چارې شا اوخوا ۷۰ سلنه له مخکې سرته رسېدلي، چې پاتې ټولې چارې به یې هم په لنډ وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.