د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ډاپینګ سره لیدنه کړې.
د عامې روغتیا سرپرست د هېواد په نیږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته په اشارې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا ټول هېوادوال اوسمهال له معیاري روغتیايي خدمتونو برخمن دي.
ډاکټر قلندر عباد زیاته کړې؛ ولسونو ته په وخت د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ مسولیت دی، چې د تېر په پرتله په روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ بدلون راغلی او ولس په خپلو روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي خدمتونو باور پیدا کړی دی.
د نوموړي په وینا؛ د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت د تېر په پرتله ډېر ښه شوی، د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ کار شوی دی او د نورو برخو ترڅنګ د واکسین د تطبیق په برخه کې زیات پرمختګ شوی دی چې دا ټول د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت او د کورنیو او بهرنیو همکارانو د ژمنتیا او زیار پایله ده.
ډاکټر ډاپینګ چې د شاوخوا درېو کلونو را پدېخوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر پاتې شوی دی، د عامې روغتیا سرپرست وزیر له غوره رهبرۍ او په روغتیايي برخه کې د لاسته راوړنو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ تل به هڅه کې وي، تر څو د افغانستان د روغتیايي سیستم سره همکار و اوسي.
سرپرست وزیر د روغتیا په برخه کی د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ترسره شوي فعالیتونه او هڅې ستایلي او د الله تعالی له دربار څخه یې په نوي دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.