په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصیلي او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
مولوي ندا محمد ندیم همدا راز د یاد هېواد له سفیر څخه غوښتي، چې له نړیوالو ته د افغانستان رښتنی انځور وړاندې کړي.
د جاپان سفیر ویلي؛ د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او د بشري مرستو تر څنګ یې د بنیادي پروژو پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه کړې.