د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا هرات ولایت ته د ښوونځیو او مدارسو د ښوونيز وضعیت ارزونې په موخه رسمي سفر کړی.
نوموړي د خپل سفر په دویمه ورځ د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه په ملتيا د اسلامي انقلاب هلکانو عالي لیسې او یو شمېر نورو خصوصي ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې سرپرست وزیر د یادو ښوونځیو له مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې لیدنه کړې او د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه یې تفصيلي خبرې کړې دي.
مولوي حبیب الله اغا په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونیزو او روزنيزو چوپړونو په وړاندې کولو او پراختیا ټینګار کړی او د هرات ولایت له اوسېدونکو یې غوښتي، تر څو د ياد وزارت له پلانونو او پروګرامونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغهراز نوموړي د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه کړې او د هغوی له رغنده وړاندیزونو څخه يې هرکلی کړی دی.

