د خوست مرکز لکڼو ځوانانو له لوري د کندهار، پکتیا او خوست ولایت څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختریز جام سیالۍ پیل شوې.
د اختریز جام په دغو سیالیو کې د کندهار فوټبال کلب، پکتیا اتفاق، خوست نبي او خوست لکڼ سنګر رییس لوبډلې ګډون لري او لوبېږي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د خوست ولايت ورزشي مسولينو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.
د یادو سياليو د پیل لوبه د کندهار کلب او خوست نبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خوست نبي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي.