د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په متحده عربي اماراتو کې مېشت د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د هېواد د کاني زېرمو، د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو او په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د افغانستان سفیر د یاد وزارت له مشرتابه څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان ډېرې کاني زېرمې لري او د کانونو وزارت د مشر تابه د هڅو په پایله کې به دغه هېواد په راتلونکو کلونو کې په ځان بسیا شي، همدا راز یې په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.