ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې سیلابونه؛ په ځینې ولایتونو کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

د ورستیو شدیدو بارانونو او سیلابونو له امله د هېواد په ځینې ولایتونو کې لسګونه کسان مړه شوي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي؛ په تخار، بدخشان، بغلان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او وروستیو سیلابونو له امله ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان، ټپیان او بې‌کوره شوي، کورنه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوې دي.

یادو سېلابونو تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په بغلان او تخار کې اړولې ده. بغلان کې ۱۳۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۰۰ نور ټپیان شوي او په تخار کې بیا ۲۰ کسان شهیدان شوي دي.

د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي: “بېلابېلې ژغورنکې ډلې سیمې کې فعالیت کوي او د ژغورنې عملیات دوام لري.”

دغه‌راز سیمه‌ییزو ادارو خبر ورکړی، چې کاري ټیمونه یې په سیمه کې په فعالیت بوخت دي او خلکو ته لومړنۍ مرستې رسوي.

د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې هڅې ډېرې او لا ګړندۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو له امله په اوښتې مرګ‌ژوبلې سخت خواشینی دی.
له بلې‌خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د دوی همکار سازمانونه له اسلامي امارت سره سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې په همغږۍ بوخت دي.